ایکنا نیوز راپور راکړی، په لویدیځي آسیا سیمې کې د حماس اسلامی مقاومتی غورځنګ او د جنایتکار صهیونیسټي رژيم ترمینځ وروستیو تاؤتریخوالو او نښتو ته په پآم سره د انډونیشیا او ملایشیا په څير دجنوب ختیخي آسیا په مسلمان میشته هیوادونو کې ډیری مصرفونکو له اسرائيلو څخه د ځینو لویدیځي برنډونو د ملاتړ په دلیل دغه برنډونه بایکاټ کړي دي.
دغه بندیزونو د ځاي برنډونو لپاره یو فرصت برابر کړی څو خپل بازارونه پراخ کړي او د لویدیځي بنډونو جانشین شي.
په انډونیشیا کې،د آماز فسټ فوډ او فور کافي په څير ځاي بنډونه توانیدلي دي له دغه فرصت څخه په استفادې سره اوڅارهوده وکړئ شي. الماز فسټ فوډ یوازې په تیرو څو میاشتو کې په جکارتا او دانډونیشیا په نورو ځینو مهمو ښارونو کې ۳۷څانګې افتتاح کړي دي. فور کافي برنډ هم دحلالو شیاانو د ګواهئ په ترلاسه کولو سره ، لازیات ګاهکان جذب کړي دي.
په ملایشیا کې هم د کافی زوس او کافی ګیګي په څیر ځاي برنډونه د لویدیځ سټارباکس او نورو برنډونو بایکاټ کیدا ته په پام سره ، د پلور د زیاتیدا شاهد دي. ځينو کافو راپور ورکړی چې ددوي د قهوې خرڅلاؤ له لسو تر شلو فیصدو پورې زیات شوی دی.
په مقابل کې د کی ایف سی، سټارباکس او یونیلیور په څير لویدیځي برنډونه په دغو هیوادونو کې له ډيرو زیاتو مالی تاوانونو سره مخ شوي دي. دمثال په توګه؛ په انډونیشیا کې د کی ایف سي پلور تر پآم وړ حده کم شوی دی او دغه شرکت دخپلو ډيرو څانګو چټي کولو ته مجبوره شوی دی.همداراز سټارباکس او یونیلیور شرکتونه هم په انډونیشیا کې دعایداتو له ډير کمښت سره مخامخ شوي دي.
دغه بدلونونه ښئ چې لویدیځي برنډونه باید ددغو هیوادونو بازار ته دستنیدا لپاره ،خپلې سټراټژۍ بدلې کړي او ځاي ارزښتونو او د مصرفؤنکو اړتیا ته لازیاته توجه وکړي.
https://iqna.ir/fa/news/4259129